IQNA

  هالېنډ په اسرائیلي کې  تولید شوي توکي بایکاټ کړل

11:09 - May 24, 2026
د خبر لمبر: 3492813
ایکنا- هالېنډ د جمعې په ورځ اعلان  کړی چې له اسرائیلي  ښارګوټو څخه واردېدونکي توکي به بایکاټ کړي او د اروپائي اتحادئې له غړو هېوادونو ئې وغوښتل چې ورته اقدامات  وکړي.

 ایکنا نیوز د  آناتولي خبري آژانس په حواله راپور راکړی؛ د هالېنډ د بهرني تجارت او پراختیائي ملګرتیاؤ  وزیر  سیوِرد ویمر دېسما په ایکس ټولنیز چینل کې لیکلي: د هالېنډ کابینې د هغو توکو پر سوداګرۍ بندیز منلی چې په اسرائیلي ښارګوټو کې تولید شوي دي، ځکه دا ښارګوټي د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتو د پرېکړه‌لیکونو له مخې غیرقانوني بلل کېږي.

د نړیوالو قوانینو له مخې، هغه نیواکي ښارګوټي چې په ۱۹۶۷ کال کې د اسرائیلو له خوا په نیواکي سیمو کې جوړ شوي، غیرقانوني ګڼل کېږي.

دېسما په دې ټینګار وکړ چې دا پرېکړه اسرائیلو ته یو پياوړی پیغام ورکوي او هالېنډ نه غواړي د دغه غیرقانوني وضعیت په دوام کې ونډه ولري.

هغه وویل: د عدالت نړیوالې محکمې څرګنده کړې چې د فلسطینيو  سیمو نیواک غیرقانوني دی، چې د لوېدیځې غاړې پراخې سیمې رانغاړي، او د دې وضعیت  ای ته د رسولو اړتیا یې هم یاده کړې ده.

دېسما زیاته کړه: په همدې اساس مونږ دا اقدامات اوس ترسره کوو او لا هم اروپا رابولو چې زمونږ لاره تعقیب کړي.

د هالېنډ حکومت ټینګار  کړی چې د نیواکي ښارګوټو پر توکو بندیز د دې لپاره لګول شوی چې د هالېنډ اقتصادي فعالیتونه د داسې وضعیت په دوام کې شریک نه شي چې له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي.

په دې پرېکړه کې راغلي چې له غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو څخه د توکو واردات منع دي او د هغو د توکو پېر او پلور هم درول کېږي.

https://iqna.ir/fa/news/4353707

captcha